ھلته بخت می راته پړ شولو جانانه
چې تصویر دی له یادګار سره یوځای شو
بیا یی له خلکونه خپل لاس مینزئ عالمه
ھغه کلی چې له ښارسره یوځای شو
د خوشحال ملاشوه ھله ورته ماته
بھرام چې له اغیارسره یوځای شو
مامی اوښکې اودره ولی نشوی یاره
چې رقیب مې له دلدار سره يو ځای شو
زاهد هم څو پيمانې په سر چپه کړې
دا رباب چې له سيتار سره يو ځای شو