یـــوه نفر راتــــه کیسه کـــولــــه خپله
هسی نــــــه چې اوریدلې وه دبــــــله
هـــــغــــه ویلې چې یو څو کاله پخوا
تــــــیره شــــــوی دا کیسه خپله پــه ما
په یــو وخت کې ووتم وروره د ښاره
پــــــه مــــزل مې ډیــــره ووهله لاره
هغه وخت کې چې نه جنګ اونه جګړې وې
په هر ځای کی د هر چا په امن شپې وې
ښکته پــــورتــــه ګر ځـــــیدمه په درو
حــــــال احــــــوال مې اخستو د پښتنو
شـــــــوم یــو وختې په یوه کلي برابر
زما وروره وو دا وخت د مـــــــازیګر
مخامخ لاړم جمات تـــــــه لمونځ لپاره
وه جــمات کې مــــازیګر جمعه تیاره
چې مـــــلا څه وخت سلام وګرځولو
هـــــر نفر شو د جمات نــــه په وتلو
داسې منډې جوړې شولی په جمات کې
چې زه ډیر زیات ورخطا شوم په دی سات کې
مــــــا ویــــل ګــــــــوندې راغلې زلزله ده
یــــا خــــــامار را وتی یا بــله کیسه ده
یا چا ایښي پـــــه جمات کې دي بمونه
چـــې دعا ته هیچا جګ نه کړه لاسونه
یــــــــو نفر مـــی ونـــیولو د لـــمنې
چی تری وکړم دی باره کی تری پوښتنې
هغه چغی کړی چې مخی نه می لرشه
خدای دې غرق کړه یو من خاوری دې په سر شه
لمن پــــری مې ږده مولې رانـــه خــلاصیږي
درنګ ساعت ته ګوره یوه نه پاتی کیږي
پــــه کیسه چــــې مې اخر پوه کړو ځـــان
پاتی شومه په دی وخت کې ډیر حــــیران
چـــــا راوړی مولې کلي ته په خــــــر وی
چــــی دی خلکو ته په شان لکه د زر وی
ښـــــه شوه ډیره زمانـــه په دی کی تیره
خو می نـــــه شولـــه همدا خاطره هیره
چی مولې ورته ډیر لوی نعمت ښکاریږي
ددنیا نـــــــور نعمتونو څـــــه خبریږي
د غــــربت زموږ په کلو کی دا حـــــال دی
دغــــــــــه نقل یی وړوکی یو مــــثال دی
صـــــــرف وژلو تربګنیو ته تکړه یــــــو
نور د ښه ژوند تیریدو فکر کې نـــــه یو
په جنګونو کی د هــــر چا زړور یــــو
خــــــــو دعلم د طاقت نـــه نا خبر یو
دی شین سترګو نه چی غرو کی نه خلاصیږو
هـــــــره ورځ چی یی د لاســــه وژل کیږو
نـــــه زموږ غوندی باتـــــور نه زړور دي
خــــــــو د علم په طاقت په مــوږه بر دي
که بی علمه وو همداسی به مو حال وي
ګران وطن به د پردو په لاس پایمال وي
دخدای دومره نعمتونو کی به خوار یو
همیشه بـــــه د پردو د اوږو بار یـــو
نه د ولږی نـــه ظالم ځنی خلاصیږو
کــــه د علم په برکت وه نه پوهیږو
د ساپي قـــامه بیدار شې خدای لپاره
خدای لپــــاره وه نیسې د علم لاره