هـــزاره کـــــه پښــــــــــتانــــــــــه کــــه تـاجــکــــــان دي
پشــــه یـــي کـــــه بلــــوڅــــــــي کـــــه ازبـــکــــــان دي
کــنــدهـــاري کــــه فـراهــــي کـــــه هـــراتـــيـــــــان دي
نـيــمـروزي کـــــه هــلـمـنــدي کـــــه بـادغـیســيــــان دي
غــزنـیـچي کـــــه زابــلــی کـــــه روزګــــانـیــــــــان دي
لــوګـــري کـــــه مـيـــــدانـي کـــــه کـــــونــړيــــــان دي
پـــروانـي کـــــه پــکـتـــيـانـي کـــــه بـــغـــلانـيــــان دي
کــابــلــي ، کــټـــــــوازي کـــــه لــــغــــمــانيـــــــان دي
جــوزجــانــي ، مـيــمــنــګي کـــــه نــــنـګـرهاريان دي
بــامـيــانــي کـــــه بــدخشـــي کـــــه مـــــزاريــــان دي
غــــوريــانــي ، تـــالــقــانــي کـــــه وردکــيــــــان دي
غــرجـسـتـــي ، تــاشقـــرغـاني کـــه پنجشـيريـان دي
دا هـمــــه واړه افــغــــان او افـــــغــــانـــان دي
د يــوه بـڼ رنـګا رنګ ښـکـلـي ګـــــلان دي
ځـوک ګـلاب څـوک ياسمين څوک پتونۍ دی
څوک ګلاب څوک فلاکيس څوک چمبيلۍ دی
څوک لاله څوک يې رامبيل څوک سپلنۍ دی
څوک نرګس څوک شبنوري څوک يې ختمۍ دی
حوک شبۍ څوک نسترن څوک پنـځـرۍ دی
څوک سنبل څوک ارغوان څوک زرغټۍ دی
څوک ريحان څوک شګوفه څوک زعفرانۍ دی
څوک لونګ څوک بنفشه څوک رامبيـلـــۍ دی
کوم بيلتون چي راولي زوز و اغــــــــزۍ دی
بڼ افغان کي کله شته تـريـخ ګــــنــډيــرۍ دی
دې ګـلانـو بــانـدي بـڼ ښـه کـــــلالـــــۍ دی
هريووګل چي وي سمسور پسرلۍ پسرلۍ دی
ورک خزان سه چي يې نوم مړينه مرګۍ دی
چي يوو ګل د بڼ مړاو وي څـه پسـرلۍ دی
داګلشن ښکلۍ په رنګا رنـګ ګـــــــلـــو دی
نـه ښايـي په کي يـوو ګــل دغـوڅـيـــدو دی
بخښي زيب يـوه او بــل تـه پـه هســـتـودی
ځـوز دي ورک سـي ګـل پـه وينود پالودی
ګـل پـه بـڼ کي ښکلۍ ښکاري دلـيـدو دی
لاس چـي ورسي هـغـه دم په رژيــدو دی
سـمسور بـڼ د ابـلـه لاســـو دخــولـو دی
هـر يـوو ګـل دخوارماليار د امـيــدو دی
دا ور پاته د نـيکـــونــو او پــــــلــرودی
يوو مـيـراث د مـيـړنــــــیــو اولــنـودی
شين پـالل يـې فرض په لوڼو اوبـچـودی
چا وې فـرق چي د پاړسواو د پښتـودی
په اوږه کـی يـې لاس وړ د پريکـيدودی
پـه تـکل چــی ددې بـڼ د ورانــيــدو دی
ددې بڼ په رنګارنګ ښکلي مرغان دی
توروغرونوکي پيداښـکاري بـازان دی
په زر ژبوچي اوازکــړي بـلـبـلان دی
شنه اسمان کي ددې بـڼ هم عـقابان دی
سينه څيري په اغـزيوبــوراګـــان دی
چي يووګل يې وي مړاوپه زړه ګريان دي
له خزانه په غوغاشينکي طوطـيان دی
د ګل، مل په يارانه کي اوازخـوان دي
په بورا،طوطي، بلبل ګران واړګلان دي
قدردګل چي نه لري هغه کـارګـان دی
چي شکوي ښکلي ګلان داګلفروشان دي
داګلفروش سړي همه بـيـګانه ګـان دي
راالوتـي دکـوم لـوري ټــپوســـان دي
دا چي بڼ دافغان لــوټي کرګسان دي
۲۷ سپټمبر۱۹۹۴
متحده ايالات – کلفورنيا
اقتباس دڅڅيدلووينو له ټولګي څخه