غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56418
باز روغوال
دخبریدو نیټه : 2013-08-04

 

د لیلا په تور اوربل کښی سپین ویښتا ن شو را ښکا ره=
د ګلا نو په شین بڼ کښی نن خزا ن شو را ښکا ره=

په سپین مخ یی توری لیکی مل د ګو نځو سره ویی=
لکه وریځ د لمر په مخکی سیا با ن شو را ښکا ره=

ګلا ن توي شوی پا ڼی پا ڼی اغزی پا تی په ډ نډ رو=
طو طیا ن لاړل ددی با غهء تورکا رغان شو راښکا ره=

د لته هر زړه د رد ید لي د خزان څپو وهلي=
چی نا څا په په رمه کښی سره لیوان شو را ښکا ره=

د ځوانۍ عمرمی تیرشو خوپه خوند با ندی پوه نشوم=
د لته ژوند راته ملګرو سر ګردان شو را ښکا ره=

داسی څه می پیدا نکړل چی زوال پدی رانشی=
څوک به وړي څوک به راوړي داسی کاروان شو راښکا ره=

ای (روغواله) چی بوډا شوي نو په هرڅه ښه اګاه شوي=
پدی ژوند کښی می دوستا ن او دښمنان شو را ښکا ره=