د علم او ادب د خپراوي ټولنې دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو د هیواد د ځوان شاعر او ژورنالست محمد امین رحیمي د شهادت خبر ترلاسه کړ.
محمد امین رحیمي زموږ د وطن یو مستعد ځوان و چې د ټول هیواد په کچه یې د کانکور په ازموینو کې څلورم مقام ګټلی و اوس بهر ته د لوړو زده کړو لپاره روان و، چې د طالبانو له خوا په شهادت ورسید.
د علم او ادب د خپراوي ټولنه په دې توګه د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ځوانیمرګ رحیمي د کورنۍ غړو او د هغه مشر ورور تکړه شاعر او لیکوال محمد اسماعیل لاروي ته وړاندې کوي.
د علم او ادب د خپراوي ټولنه په ټولو افغانانو غږ کوي چې د رحیمي او نورو افغانانو د قاتلانو په وړاندې خپل غږ اوچت کړي نور پرې نه ږدي چې افغان ځوانان د هغوی د غیر انساني او غیر اسلامي نظریاتو او د چوکۍ د لاس ته راوړلو د جنون ښکار شي.
د علم او ادب د خپراوي ټولنه ارواښاد محمد امین رحیمي ته د فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.