اختره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56449
مصطفی
دخبریدو نیټه : 2013-08-06

 

 

اختره راغلې ژوبلو زړونو په سر
دژوبلو زړونو پرهرونو په ســـر
لاړشه يوبل محل ته لار ګوره
مونږ رسيدې نه شو خپه مه شې درتله ته دستا
مونږه وزګار نه يو سينګارنه يو راتله، ته دستا
پيـــغلې مو تللــي دقبرونوپه سر
لاړشه يوبل محل ته لار وګوره
اوس مې په کلي هغه رش د پيــغلو نه وينمه
نکريځورنګ کې اوس تصوير دښکلو نه وينمه
دامالت سوزي داورونو په سـر
لاړشه يوبل محل ته لاروګوره
دلته څوک بورې دلته کوڼډې دي څوک پلار نه لري
نه ته راځې بد نصيبان هم چيرته لارنه لري
مه راځه دغسې کورونو په ســر
لاړشه يو بل محل ته لاروګوره
پټه راځه هسې هم نه راوړې ځولۍ ګلونه
تازه کوې دچا په کور دکوم شهيد يادونه
مالګه نور مه شينده زخمونو په سر
لاړشه يوبل محل ته لار وګوره
هوس ئې مړدی پکې ساه نشته دی چاويشتلی
بر بڼډ يتيم دی په ميلو کې وايه چا ليدلی
د ځلوبــيو دوکانونو په ســـر
لاړ شه يو بل محل ته لار
ته دماڼـيو دقـصرونو او بنګلو اختر ئې
پرمونږ شرميږې ته دمستو خوشحالواخترئې
داد (ارين ) کلۍ دی وايه دلته څله راځې
دې نړيدلي ديوالونو په ســر
لاړشه يوبل محل ته لاروګوره