نن مې د ورک نسل دردونه شمیرل
زما ورک شوي نسل، د ورک شوي سپاهي
په شان کیسه پاتې شوه
نن مې ګریوان کې د لټوڼ ګډه وم
او خپل سوال ته مې جامې د ځواب
ور لټولې داسې
مونږه د زړه له دسترخوان نه څومره
د غم ډوډې وخوړه
مونږه د زړه تنده په خپلو اوښکو
هره شیبه ماته کړه
زما درد مند نسل ته
هره شیبه هره ګړې مړینه وه
زمونږ ماضي زمونږه اوس حالت کې
مړواوي ګلونو د ارمان وژړل
ای د بادونو په اوږو ورک شوې
ای د جګړې تورې بلا روزلې
ای د افغان بچیه!
زما ادې د وطن
نن هم په لټه کې، زما د نسل
خاورې په سر بادوي
او لالهانده ګرځي
خو زما ورک او بې درمانه نسل
د خپل ارمان په مزار
مشال د زړه لګوي
او څاڅکې څاڅکې د زړه وینې ژاړي