مناجات
ربــه روژه ده او اخــــتر روان دی
د کلي خــــواته بختور روان دی
زه هــــــــرکلی ورته ویلی نه شم
ډېر ښایسته او منــور روان دی
زه له جګړو ورته وزګار نه یمه
ځکه لـــــــه مانه مرور روان دی
زه د اختر په ورځ په ویر اخته یم
ځما له اوښکو سمــندر روان دی
دغه یتیم او بې اثرې ولس مې
په ابلو پښو په سر ببر روان دی
ځـــما د کلي هر ملک چې ګورم
بې مشورې او پخپل سر روان دی
دلته تیاره پــه خپریدو ده ربه!
وریځوکې پټ دکلي لمر روان دی
د غمازانــــــو د لمسون په وجه
کلي کې شور،کلي کې شر روان دی
پر افـــغانانو نړۍ توره شپه ده
یو یې په لربل یې په بر روان دی
په دې اختر کې به څه خوند وي ربه!
چې مرګی ماپسې زړه ور روان دی
ځماپـه مرګ پسې ټوپک په لاس کې
د کاکا زوی مخ په سنګر روان دی
ربه! د سـولې یو کاروان را وله
د جنګ کاروان د غرو په سر روان دی
زه خوار مخلص تا ته زارۍ کومه
مخه یې ونیسه چې شـر روان دی