بس کړه زما په اړه نور شعرونه مه جوړوه
-------------------------------------
زه د خپل قام او قبیلې یو لیونی شاعر وم
هغې به ما باندې تنقید کولو
هغې به وی زمونږ د قام خلک په مینه باندې نه پوهیږي
او ته یې په خپلو قافیو کې مینان یادوې
چاپیره اور دی او نفرت دی او جنګونه دي خو
ته یې د مینې مجنونان یادوې
ما به ځواب ورکړلو
ما به وی ګوره زه او ته هم د دې قام خلک یو
هغه به موس شوه راته
وی به یې مونږه هم په مینه باندې نه پوهیږو
مونږه هم دغه شانته نن هم په تنقید اخته وو
د مینې بحث و په حسن مې خبرې وکړې
خو هغه چوپ وه راته
نن یې په سترګو کې د اوښکو څراغونه بل وو
هډو موسکۍ نه شوله
بیا یې را وکتل او و یې ویل
ته فلسفي یې ته مین یې ته شعرونه لیکې
زما د سترګو او د زلفو په نشه کې درنه هر څه هیر وي
ما په ګلاب او په نرګس او په سپوږمۍ کې وینې
خو په لمبو کې درته نه ښکارمه
د خوارو پیغلو په شلیدلو لوپټو کې درته نه ښکارمه
ته خو د قام او قبیلې یو لیونی شاعر یې
نوره مې رنګ کې د رڼا په لاره مه لټوه
راپسې دلته تورې شپې ته راشه
د زور او ظلم او نفرت دغې تیرې ته راشه
چیرته چې خلک د زامنو زیږولو باندې فخر کوي
ورباندې ډزې کوي
دیګونه باندې کړي خواږه پرې ویشي
خو څوک د لور د زیږیدلو چا ته حال نه واي
زیری یې څه کوې چې
مور له یې څوک مبارکي هم داسې نه ورکوي
او پلار یې هم خفه وي
حجره کې غلې شانته ناست وي خپلو پښو ته ګوري
د چا په ټوقو باندې هم نه خاندي
دلته څوک لور هډو اولاد نه ګڼي
څوک یې د ګډو او بزو غوندې په بیعه اخلي
څوک یې سوره ورکوي څوک یې جوارۍ کې بیلي
بیا لږه چوپ شوه په څادر یې اوښکې وچې کړلې
ما سره هیڅ خبره نه وه ورته چوپ ولاړ وم
ته خو د قام او قبیلې یو لیونی شاعر یې
هم دا یې ووی او رخصت شوه رانه
بیا ماځیګر د هغې لیک راغللو
په زیړ قلم یې وو لیکلي راته
ما سره ستا نه ډیره مینه چا هم نه ده کړې
او ټوله ستا یمه هم ستا یمه هم ستا یمه زه
ځکه زما په اړه نور شعرونه مه جوړوه
نور دې نظر د قبیلې په ګڼنګونو خخ کړه
د وسله والو ضمیرونو کې ډیوې بلې کړه
د ظالمانو قاتلانو میندې ولمسوه
چې ورته وواي بچو په سمه لاره سر شۍ
کنه نو مونږ درته شوده نه بخښو
په جنګ مینو ته کونډو مثالونه ورکړه
د یتیمانو تصویرونه جوړ کړه
له ورانو کلو او ښارونو قافیې سازې کړه
او په ردیف کې هدیرې راوله
ته خو د قام او قبیلې یو لیونی شاعر یې
دا لیونتوب دې انقلاب کړه چې رڼا راولي
هره سندره دې ګلاب کړه چې ښکلا راولي
بس کړه زما په اړه نور شعرونه مه جوړوه
ځکه چې ستا یمه هم ستا یمه هم ستا یمه زه