غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56523
روغوال
دخبریدو نیټه : 2013-08-11

 


ما پدي غوږونو اورید لي د ملا دي
یو وایی چی روا دی ورونو بل وایی ناروا دي

یو وایی جنګ روا دی دغه بل وایی جنګ حرام
د وی هسي غوړولي خپل اولس ته چل دام
د د واړو په لاسونو کښی دا وسلي ورونو د چا دي
یو وایی چی روا دی ورونو بل وایی نا روا دي

یو خوا طالبان دي بلی خوا ته جها دیا ن
اصل غا میلین ددی جګړی دی پنجا بیا ن
دا ټولی د سیسی ورته ښود لی امریکا دي
یو وایی چی روا دی ورونو بل وایی نا روا دي

د خدا (ج) د پا ره یو شۍ لرو برو افغانانو
نور بس کړۍ دا جنګونه د اسلام دین پتنګا نو
ستاسو ددی کړنو نه غوام نور په ژړا دي
یو وایی چی روا دي ورونو بل وایی نا روا دي

نن ټول افغانان په د سیسو کښی دی راګیر شوی
د وی د طوفانونو تورو شپوکښی دی راګیرشوی
د هری خوا راغلي پدی ملک توری بلا دي
یو وایی چی روا دی ورونو بل وایی نا روا دي

که سوله مو ونکړه بیا به شۍ ټول غلاما ن
پا تی به مو نه شی په جهان کښی نو م نشا ن
(روغواله) پوهول ددی اولس خو فرض په تا دي
یو وایی چی روا دي ورونو بل وایی نا روا دي