چی لیلا می شی را یاده خوب می ورک شی
ټول بد ن می شی بی تابه خوب می ورک شی
سترګی ژاړي اوښکی د رومي په ګریوان مي
سر یی رسي تر د ریابه خوب می ورک شی
لکه څوک چی اوبه واخلی لاس او ښپی ویی
شم سوچونوکښی غرقابه خوب می ورک شی
طوفاني بادونو شنه ګلان خزان کړل
توری خاوری شوي ګلابه خوب می ورک شی
د د نیا مثال یو کور د غنکبوت دی
چی جوړ شوي بی بنیاده خوب می ورک شی
د فانی د نیا فانی وی ټول کارونه
حیران پاتي بی ځوابه خوب می ورک شی
(روغوال) وایی داسی څوک می پیدا نکړل
چی ونکړي تری فریاده خوب می ورک شی
جلال اباد