غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56570
سیدشاه سعود
دخبریدو نیټه : 2013-08-15


ــــــــ
مینې نه کمه فلسفه د قام په ګټه نه ده
نظر چې نه وي آینه د قام په ګټه نه ده

الله دې نه کړي خو نفرت به مو له منځه یوسي
د زړونو منځ کې فاصله د قام په ګټه نه ده

زه هم په ستورو او سپوږمۍ باندې مین یمه خو
راته معلومه ده چې شپه د قام په ګټه نه ده

په سپیلنو کې د بارودو ذرې ولې شیندې
پریږده سړیه دا کیسه د قام په ګټه نه ده

چې خپل بچي ته بل څراغ په لاس کې نه ورکوي
سعوده هغه پښتنه د قام په ګټه نه ده