چی وصال مو په هجران باندی بدل شو
د خوښی ساعت خفګان باندی بدل شو
چی د نورو وو نو ښه پری مهربان وو
چی زموږ شو په اسمان باندی بدل شو
حیران پاتی یو د پاڼ او پړانګ تر منځه
ټول وطن مو په نیران باندی بدل شو
څنګه خوب په بی غمی به دلته وکړو
چی رهزن مو په څاروان باندی بدل شو
ډیره لویه بدبختی وه موږ لپاره
سند پنجاب چی پاکستان باندی بدل شو
د کلونو امیدونه مو ساپیه
دا هر څه په لوی بحران باندی بدل شو