مورته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56618
نورپادشاه درويش
دخبریدو نیټه : 2013-08-20

 

ته سهر ته مازديګر يې وه مورجانې
ته رڼا او ته مې لمر يې وه مورجانې
تانه تللى دي زما په سر خوبونه
زما دچيغو او ژړا په سر خوبونه
تل غمونو ته مې سپر يې وه مورجانې
ته سهر ته مازديګر يې وه مورجانې
بې له تانه زما دې دنيا كې څه دي
دلته هرڅه ستا په سر راته خواږه دي
ته مې سترګو ته نظر يې وه مورجانې
ته سهر ته مازدېګر يې وه مورجانې
ته هستي يې يوه هستي له نعمتونو
ته ګلاب يې د سپرلي له سرو ګلونو
ته مې مشق ته مې عمبر يې وه مورجانې
ته سهر ته مازدېګر يې وه مورجانې
ستا په سر مې دقسم وي ستا په مينه
په رګونوكې مې اوسې لكه وينه
خداى منې كه ترې بهر يي وه مورجانې
ته سهر ته مازدېګر يې وه مورجانې
تا دې خداى رانه جدا نه كړي هيڅكله
ما د خداې هم په ژړا نه كړي هيڅكله
ته مې لال ته مې ګوهر يې وه مورجانې
ته سهر ته مازدېګر يې وه مورجانې
ستا له تورو تورو سترګو سپېلنى شم
سپېلنى دشم له غبرګو سپېلنى شم
ته مې ژوند ته مې اختريې وه مرجانې
ته سهر ته مازديګر يې وه مورجانې
نوربادشاه دې زنګولى يم زانګو كې
هم په غيږه دې نيولى يم په شپو كې
ته زما د زړګى سر يې وه مورجانې
ته سهر ته مازديګر يې وه مورجانې