سیل دګودر ته یاره زه هر مازیګر راتلمه
څه به می یاد شول خدایږو زه به په چکر راتلمه
لادکمر سیوری ته څوک دکښیناستو به نه وو
زه ساه نیولی ساه نیولی په سور لمر راتلمه
دچایادونه راسره وو بیلیدی تری نه شوم
بس سودایی په شان به زه اوتر اوتر راتلمه
کله به ډوب شوم په فکرونو دوصال دشیبی
کله په شان دلیونیانو سر ببر راتلمه
څوک بت خانی په طرف تلل او چاسجدی کولی
زه دی دعشق میکی لره اکثر راتلمه
ما ګل عزیز خوستا دیدن ته هسی چل جوړ کړی وو
کله به لر اوکله ها خوا کله بر راتلمه
۲۷/۵/۱۳۹۲
کابل – کارته