تازه تر لاسه سوی خبر وايې چې افغانستان د کرکټ په لوبه کې هندوستان ته ماتي ورکړه .
دا په اسيايي لوبو کې د افغانستان دريمه لوبه وه ، لمړۍ يې د نيپال څخه وګټل ، دوهمه يې پر پاکستان وبايلل او دريمه يې د هند هيواد څخه د ۲۸ منډو په توپير وګټل .
نننۍ لوبه چې په سينګاپور کې وسوه ، لمړی افغانستان لوبه وکړه ، په لوبه کې د افغانستان ۷ لوبغاړي وسوځيدل او هند ته يې ۱۸۴ مندي هدف ورکړ.
هند په خپله لوبه کې ۱۵۶ منډي جوړي او ۹ لوبغاړي يې وسوځيدل .
تيره ورځ د کرکټ بورډ اجراييوي رييس په کندهار کې خبريالانو ته وويل چې د هند سره لوبه کول اسانه نه ده خو دوی پوره تياری لري .
په دي سياليو کې اته هيوادونو ګډون کړی دی .