شیخه نه وم شرابي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56686
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2013-08-25

زه نه وم شـرابي زاهــده کړمه تامـجـبـور
ستــاکــړو کــړم لـېــونی زه وم خـبـرله هـردستـور
اوس ګرځم سرګردانه چي پیدا کړم میخانه
ســاقــي ته بــه هال وایم را بـه کـي ســــلا ضـــرور
اې نــاصــحـه واوره! زه نــه کـړم بــهـانــــې
والله هال مي خراپ دی زه اوس نه غواړم دستور
زه ډېریم سـرګـردانـه هـــرچـي باد باداباد
نیــکــنـامۍ پسې نـه ګرځـم، یـم ډېـرزه پــه ضرور
نیک نامي اوبــدنامي سوه ټــوله رانه پاته
خـمـارګــرځــم هــري خـوالـه اوبه غـواړم دانګور
یونه دي خوله وو زړه دي، څه کوې داته
وايې یوڅه کوې بل څه نه پوهـېــږم سـوم رنځـور