راځې پښتنو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56687
محمد الله ساپی
دخبریدو نیټه : 2013-08-25


راځې چې ســـره كينو او خپل زړونه سره يو كړو
خبــــــــر شــــو يـو دبله او غمونه ســــــره يو كــــــړو
ژونـــدى به ملي فــكر كــړو په لار به يې روان شو
دښمن پــــه مقابـــل كې به ځانونه ســــــره يو كــړو
وحدت تړون به وكړو او ګوندې نه به نور تير شو
منـــزل ته رسيــــدې شو كه فـكرونه ســــره يو كړو
هـــيڅ خنډ بــه پاتې نـــه شــي قافله رسـي منزل ته
روان كـــه پــــه يــــوه لار شـــو هدفونه سـره يو كړو
د ښمن سترګې به وبــاسو كه وګــوري بيا موږ ته
ســــــاپيه پښتــــانـه كه مـــــوږ لاسونه سره يو كړو