څوک چې به راز د حسن رسي زمانه تیره وي
سپرلی وي ځان کې فنا شوی قافله تیره وي
داسې یو زیری چې ناڅاپه مې په ژوند مین کړي
بس چې له خوبه راویښیږمه او شپه تیره وي
ګلابه مه خانده چې داسې په وجود مین یې
بیا دې خندا ورپسې ژاړي او شیبه تیره وي
شمع یې ځان کې په لټون وي نو فنا ومومي
مونږ چې ورمنډه کړو له سترګو مو لمبه تیره وي
داسې دې ځان راباندې ولې ناغرضه کړلو
لکه چې ته ورسره نه یې ستا سایه تیره وي
څه عجیبه غوندې دستور دی د دنیا سعوده
کله چې خوند پکې پیدا شي نو کیسه تیره وي