غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56703
محیب الله ارمل
دخبریدو نیټه : 2013-08-25


زه  هــــــــره  ورځ  توبه کومه  خو! توبه  ماتوم
د پنځـــــــه  واره  عبادت  هره  سجـــده  ماتوم
د عـــــــــــــقل هره  فيصله مې لا نيمګړې پاتې
چې د عمل قدرت مې مات دی فلسفه ماتوم
دا شـــــــــــــــل کلونه منتظر د روژه  مـاتي  يمه
ستا په خرما،خرما خولګۍ خپله  روژه  ماتوم
جانانه ته شوې د نقلونو جادويي ښـــــــاپېرۍ
نن مې هوډ کړی چې دا ځل به افسانه مــاتوم
پرون مــــې مـــينه د ژوندون  شــــريکـه نه بلله
خـــــو ! نن د مينې هر تصوير ته عقيده ماتوم
زما له چاســـره کار نشته خـــپله ورکه ګــــورم
آرمـــــــله  وتی  يمــــــــــه  بــله  اراده  مــاتـــــوم

۱۳۹۲-۵-۳۱ د وردګو ملي راډيو تلوېزيون