حضرت محمد«ص»

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56722
سیف الرحمن اشنا
دخبریدو نیټه : 2013-08-27

د حضرت محمد«ص»دزړه سواندﺉاوترحم په باب یو وړوکی داستان

یوه ورځـــــې یو سړی راغی سرور تــــه
مـــــحمد«ص»نبي پیشوا او پیغمبر تـــه
ســړی ولیدې جامې د هغه په غــــــــاړه
ډیر ځاړه یئ وو کمیس او پرتوګ دواړه
ورته وې ویل ای زمونږه پاک رســــولـــه
دا لـباس خو ستا په تن دی نـــــامقبولــه
پیغمبر ورته ویل چــې څه روزګـــــار کړم
چې پيسې راسره نه وي نو څه کار کړم
بیا سړي دولس روپۍ ورکړې نامــدار ته
دا پيسې شولې تقدیم هـغه سردار تــه
پیغمبر پیسې علی«رض» ته کړې ګوزار
چې کــــالي پې راته راوړه لــــــــــه بازار
چې علی کله جــــــــامې راوړې یارانــــو
ویـــلی دا کـــــله لایق دي د خوارانـــــــو
دا ټوکر دی قیمتی او زه ناچار یــــــــــــم
زه له داسې لباسو ځنې بیزار یــــــــــم
رسول وویل ای عـــلی مه خفه کـــــــیږه
ددنیا په ښایست کله مـــه غـــــولـــــیږه
ځه چـې دواړه ځو ټوکر واخلو بازار کې
کوم چې ډیره وي ارزانه په دی ښار کې
چـــــــې رسول او علی دواړه شول روان
لار کې ګوري یوه ښځه کــــړي ګــــریـان
پیغمبر تـــرې تپــــوس وکړ څه عـلت دی
د ژړا په تا جوړ شـــوی یو قــیامت دی
ښـــځــــی وویل پیغمبر ته په دا شــــان
اوس کــیسه به د ژړا کــــــړم در عیان
زه یو کور کـــې د پخوا نه یم مـزدوره
لـــه زحـــمت او تکلیفــو نه یم تروره
نن سهار څـلـــــور روپۍ راکـــړې بادارې
ویلی غوښه په دی راوړه په تــلـــــوارې
اوس پـیسې رانه لــــویدلي په دې لار
دا ژړا ځــکــه کـــوم په دغـــــه کــــار
د رسول سره ورسره دولس دینار وو
او هغه یي خپــل لباس لره پـــــکار وو
دغې ښځې ته څلــور یی ترې ادا کړل
اته نور یي له خپل ځان سره نګاه کړل
په څـــلور روپۍ جامې یي واخیستلې
څلور نورې بل غریب ته وبخښلـــــــی
چې رسول کله راستون شو له بـازاره
هغه ښځه وه هـــمداســــی نا کــــراره
پیغمبر ترې کړه پوښتنه څه عـلـت دی
دوبــــاره دې د ژړا څه حــــقیقت دی
ښځې وویل چې ناوخته شو سرداره
اوس په قهربه ځما یي کور کې باداره
رسول وویل زه جرګه درسره ځمـه
تا د قهــــــره له بادارې خلاصــــومـــه
بیا رسول لاړو جـــــــــرګه په هغه لور
دروازه یي کړه ټک ټک د هغه کـــــور
د کاله میرمن بهر شــوه دروازې تــه
تاسو ګورﺉ د رسول دې اندازې ته
ورته وویل ای د کـــور مشرې نامدارې
زه جرګه تا ته راغلی یـم ســــردارې
دا مــــزدوره دې کړه معاف له تاویریږي
ځما زړه له تــا په دې کار خوشــالیږي
ښځې وویل ای مــحبوبه پــــــیغمبر ه
په تمام جهان له هر چـــــا مـــــعتبره
دغه امر ستا منظـور دی په چشمانــو
غوږ مو کید ﺉ دې کیسې ته هوښیارانو
د رسول عالی اخلاق لـــوړ شـــخصیت و
د انسان سره یـــــي مــــــینه مـــحبت و
ما«آشنا»سیف الرحمن چې دا بیان کـــړ
له کتابه می په شعر ســــره ګویان کـــــړ