لکه پوړنی مو د مور په موږه ګران دی وطن
لکه عزت د خپلې خور په موږه ګران دی وطن
مخ مو قبلې ته دی کعبې ته موږ سجده لګوو
لکه جنت دی زموږ کور په موږه ګران دیوطن
که وينه وه که سر و او که ژوند و ترېنه ځار شو
موږه ګټلی دی په زور په موږه ګران دی وطن
دا يو اټک دی پردی شوی که مو وګټلو
پاتې به هيڅ نه شي پېغور په موږه ګران دی وطن