غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56764
محمدالله ساپی
دخبریدو نیټه : 2013-08-31

 

که می د ژوند ختمه کیسه وه زه به تا یادوم
مینه دا ستا ډیره خوږه وه زه به تا یادوم
تا ګیله کړی وه چی زه دی ګوندی هیره کړمه
که زما مینه پښتنه وه زه به تا یادوم
که د اجل پرښتی راشی نوره ساه می اخلی
که هم په خوله می کلمه وه زه به تا یادوم
ډیوی د حسن دی بلیږی اوس د بل په محفل
ددروغو ستا هره وعده وه زه به تا یادوم
هجران دی نه دی لکه غرونه را په شا شو راته
وصال دی نه وو یوه لمحه وه زه به تا یادوم
د ساپی دا رنګه وعده ده په ما ګرانه یاره
که می د حورو منځ کی شپه وه زه به تا یادوم