ما هغه کلی ته بوزې ،
چی کوڅی له خاورو ډکی ،
چی د خټو وه کورونه .
زما هغه ګودر یادیږی ،
مازدیګر چی به کټ کټ وو ،
چی منګی وه کتارونه .
یو سپیرکوټۍ ماجت ګۍ وو ،
پری دپاسه به را ځوړند ،
د زړی ولی ښاخونه .
د اوبو ډکه ویاله وه ،
هر سهار به مو په مینه ،
پریمینځل هلته مخونه .
څه سپیځلۍ ماشومتوب وو .
ټول په خاورو به ککړ، خو
له کینو مو پاک وه زړونه .
راشی ! ټوله هلته لاړ شو ،
چی کینی خاورو ته سپارو ،
جوړوو به پری قبرونه .
ډنمارک ـ ۱۴ / ۸ / ۲۰۱۳