ـــــــــــــــ
د ریاضت په لاره ستړې سایې
قلندرۍ نه بیخبره ښې دي
بی محبته بی الفته شیبې
د زندګۍ نه بی خبره ښې دي
ماده پرستې په څهرو میینې
بد ذوقه سترګې رڼا څه پیژني
د چا د مخ په نا لیدلې شپه کې
فنا چې نه وي دنیا څه پیژني
د خولې خبرې به مو هر رنګه وي
خو په داخل کې مو کیسه نوره ده
ستا محبت یې تن بدن سره دی
زما د مینې فلسفه نوره ده
ژبه د دې نه سوا هیڅ نه لري
چې زه نفرت او محبت لرمه
ورشه یو ګل ورته ډالۍ کې ورکړه
وایه چې تا سره الفت لرمه
ستا خو اسانه شان کیسه ده مړه
د یو بدن نه بل بدن ته لاره
لکه دفتر نه چې کاله ته راځې
لکه د کویټې نه چمن ته لاره
تباه خو زه یم چې ویلی نه شم
تش په ګلاب مې کیسه نه ور رسي
لغت لغت مې لټولی پسې
په ټول دریاب مې کیسه نه وررسي