لرغون ژبه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56824
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-09-05


دا ليلا ليلا او د مجنون ژبه
دا د افسانو او د مضمون ژبه
دا نعمت خپل خدای کړلو پيرزو په موږ
را يې کړه په خوله کې د پښتون ژبه
بحر يې زموږ لپو کې بند کړی دی
وګوره لنډۍ ده د جيحون ژبه
کوم قام نو په ژبه مړي کړي دي
بس خو نو پښتو ده د غبرګون ژبه
خوند کوي اټکه چې يې اوري څوک
دا د بابادم د وخت لرغون ژبه