غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56852
بازمحمد
دخبریدو نیټه : 2013-09-07

 


افسوس کومه عا لمه چی نن بیا وغلید م
زه ددی د نیا په مخ او شا وغلید م

یو مخ یی ګلرنګه دغه بل مخ یی بد رنګه
اخ په د و رنګهء ښکلی لیلا وغلید م

سراسر جفا ده یو ذ ره پکښی متاء ده
په د واړو سترګو ړوند شوم وارخطا وغلید م

لږ ګټه کړه می سوج ځان ته جوړمی کړو لوی بوج
چی څنګ د دی مکاري په خندا وغلید م

کومه فریا د ونه رانه تیر شولو وختونه
ځوانی رانه خزان شو له بوډا وغلید م

یا ربه مهربانه منزل کړي را اسانه
په خپل عمل ښپیما نه تک تنها وغلید م

(روغواله) ستا پشا ني ډ یر تللی دی ارماني
په ګټه د غقبا کښی بی انتها وغلید م