جانانه! ما خو له شرابو نه توبه وويسته
ما له خپل زړه نه ستا د سترګو مېكده وويسته
ستا ښايسته سپينه څېره د سپينې واورې غوندې
زما په پرښه پرښه زړه كې يې چينه وويسته
اسمانه! څومره بختور يې چې لږ وژړېدې
له خړې ځمكې نه دې زېړه زرغونه وويسته
ګوره چې څنګه مې خپل ځان د ستا په زړه كې ځاى كړ
څنګه مې كاڼي څخه سپينه ايينه وويسته
تا مې چې ماته كړله ستن د زړه په تل كې جانه
بس ګرځېدم په دې نړۍ كې هيچا نه وويسته