لعل جوهر په هر انسا ن کښي نیک اخلا ق دي
اصلي زر په هر انسا ن کښي نیک اخلا ق دي
ښه زینه د کا میا بۍ ده په د نیا کښي
ډال او سپر په هر انسا ن کښي نیک اخلا ق دي
که مغراج ته رسید ل د نیا کښی غواړي
با ل وزر په هر انسا ن کښي نیک اخلا ق دي
د تهذ یب او تمد ن ښکلي زا نګو د ه
ډ یر بهتر په هر انسا ن کښي نیک اخلا ق دي
د بهبود او ترقۍ لاري پرا نیزي
شا ت ثمر په هر انسا ن کښي نیک اخلا ق دي
نیک د وستا ن د خوش اخلا قو خلکو ډ یر وي
مشک عنبرپه هرانسا ن کښي نیک اخلا ق دي
که اخلاق دی خپل صحیح کړلو (روغواله)
سپوږمۍ لمرپه هرانسا ن کښي نیک اخلا ق دي