ښځه يوه ورځ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56922
زرلښت حفیظ
دخبریدو نیټه : 2013-09-12

 

 

يوه ورځ به داسی راشي چې به ښځه شي ليډره
کائينات به وزر خورکړي ژوندبه ښکلې شي دسره

ټول وطن به لاله زار شي پيوستون به وي دزړونو
هيڅ تبعیض به پاتی نه شي نه به سوله وي اوتره

علميت به مقام خپل کړي تمدن به وي دپوهی
په فضاکې به ژوندجوړ کړي نوی نسل نوښتګره

دا ترخه بوټي به ټول شي دافغان دښکلي بڼ نه
انسانيت به ځای کړي خپله هرزړه دک به دهنره

دبوډۍپه رنګين ټال کې لمرملکری دباران وي
دقفقازغرونه به راشي دښايست يوه جادوګره

حفيظ بيابه کوربنه شي دننګرهارپه ښايستونو
قصيدي به درته وايم ژوندبه بياپيل کړوله سره