يو افغان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56934
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-09-12

 

 وځي ځانځانۍ نه ټول راټول به په يو سر شي
 نن به دا قومونه د افغان په نوم لښکر شي
 وروڼه وو او وروڼه يوو او يوو به يووبه يووبه
 اوس دې تور ابليس غوندې دښمن زموږ خبر شي
 دا چې په امتياز کې د جهاد يې د ه نيولې
 پرېدېږدي چوکۍ دغه زلمي ته چې رهبر شي
 خلاص به دې اټکه اسارت نه اوس خپل قام کړي
 ګوره چې زمري غوندې سبا درپسې در شي
 شکر چې لاسونه مو يو بل ته سره ورکړل
 اوس به بې اټومه زموږ ملک هم زورور شي
 پرې چې غليمان دې په کې پرېووځي اجمله
 نور دې هم ستا فکر سمندر هومره ژور شي