د ټوپک سره لګیایم
ډیر کلونه شو چې تانه ګټه اخلم
په تا ورور وژنم ظالمه
خپله خور کړم هلته کونډه
خپله مور کړم دلته بوره
د بچي غم ته یې کینوم
خپل وړوکی ورور یتیم کړم
خپل معصومه خور یتیمه
له خپل کوره ژوند بهر کړم
ستا ظالم ټوپک په لومه
د خپل ورور سینه کړم نښه
ستا ګولۍ سرې پکې خښې
زما بدبخته لاس مات نشو
زما ګولۍ هم سړه نشوه
ماد خپلې مور په اوښکو
هره شپه د ژوند اوبه کړه
زما ټوپک هم ترې موړ نشو
زما د خپل ورور په وژلو
ډیر کلونه داسې تیرشول
د ژوندون بلا وختونه داسې تیرشول
چې ما خپل کور نړولی
خپل وجود مې ربړولی
ما د کونډې ښیرا وړی
د یتیم سوز مې اخیستی
خو دا ټول داستا له لاسه
اې ناځوانه اې زوی مړیه
تاته وایمه ټوپکه
د نړۍ قامونه واړه په آرام دي
ستا له غیږې نه چې لرې په نفرت دي
ستا پرځای یې چې قلم دئ غوره کړی
د ژوندون ریښتینی راز یې پیدا کړی
تنها زه بدبخت در پاتې
لاتر اوسه در سره یم
نن مې هوډ کړی ظالمه
چې تا لرې غورځومه
آرام ژوند به پیلومه
د خپل کشر ورور سرې اوښکې
پخپل لاس ورپاکومه
د وړې ګلالۍ خور مې
بس پوښتنه به کومه
هغه کونډه به هم پوښتم
خپل وجود ټکورومه
زما دمور داتړمې اوښکې
نن له سره وچومه
د یوبل په لور چې ورشو
داسې ژوند آغازومه
چې له ویرې په امان وي
ژوند ته بل رنګ وربخښمه
سپتمبر-۱۱-۲۰۱۳