ساقي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56954
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2013-09-14

 
ســاقـي راکـه می د میني یـمه ډېرخمار
 چي زاهد را خبر نه کړې ګرم به سمه په وار وار
 دربـه سـم وتاتـه هلته ویــنـم بــه جـانان
 بهــانــه بــه کــــړم زه داچـــي بـــې هـده یم خـــمار
 دپَــرّدې لـــه شـانه زاهـد کله وي خـبـر
 داسمان لـه چمُــوخـمّـه رنـــدان تـل وي خــبــردار
 ساقـي راسـه دنـیـا پاتـه لــه هــرچــانـه
 پـــــه سـپــیــن ټـوک کي شاه اوګدا تللي بې اظِهار
 په یوغړپ مي که ساقي له غمه خلاس
 بـــلــکــي ســـم هَـمّــدم دجـــانـــان پــه ښــه دیـــدار
 شیخ اوزاهـدکله دي خبرله دې پټ رازه
 چـــي لـــیـــده دپــیـــرمــغــان هـــم لـــري اســـــــرار