یوه ورځ هارون را وغوښت بهلول
د قضا واکي د رکومه تاته ټول
په ټول ملک کښی به د عد ل فیصلی کړي
چی د حق په تله کړی به روره تول
د شریعت قانون پدی ملک کښی جاری کا
ای بهلوله ټول رعیت کا را کنترول
بهلول ویلی چی قضا نشم کولي
چا پلو سان دی ستا د ربار کښی ډ یر مقبول
عدالت او انصاف کله د لته کیږی
د د روغجنو قا نون ستا ملک چلیږي
د روغجنان او چا پلوسان د رنه راتاو دي
باد شاهی کښی دی رښتین خلک یو پاو دي
که رښتیا خبره کومه خفه کیږی
ګندی ته په کوم لیا قت د لته اوسیږی
د د و ه خرو اوربشی نشی بیلولي
خا ینان د وطن نشی پیژ ند لي
اداره دی د فساد او د خیا نته
د غوامو د رنه نور راځی نفرته
په بهلول با ندی باد شاه واچوو فشار
بی چاره بهلول د ښار نه شو فرار
کند کجکول یی کړو په غاړه جوړ ملنګ شو
د د نیا د مال متاع نه په یو څنګ شو
یوه د شته کښی اختیا ر کړلو خپل ژوند
عباد ت نه یی الله(ج) اخستو خوند
چی رښتیا خبری څوک کړی لیونی شي
کور او کلی ورنه پاتی صحراني شي
هر مقام نن په پیسو با ندی خرڅیږی
نا پوهان په لوی بستوو مقریږی
چی به یی پلار چیرته ملۍ ټیپر کرل
په خره بار به یی په قریه کښی خرڅول
نن هعوی واکي اخستي د وطن
ځکه اور دی ګرزید لی دا مسکن
د طیارو او د قصرونو خاوندان شول
د پیسو په زور په مونږه واکداران شول
ورسره یو څو ملګري بد ما شان دی
بی ګناه کوی مرګونه قاتلان دی
د غفلت په خوب ویدو ای افغانانو
خپل ځانونه کړۍ نورخلاص د ښامارانو
څرمښکیو نه راته جوړي اژدها شوي
تیاري جوړي ځکه نن په هره خوا شوي
مومن خان پشاني خپل شمشیر ته لاس کړۍ
خپل وطن د دی بلاو څخه خلاص کړۍ
د وطن نه می قربان شه دا ککره
د (روغوال) لاس کښی بیرغ اوناره د الله اکبره