یاره ستا غمونوخو قصه راځنی هیره کړه
ای بیلتونه تا دیار ټپه راځنی هیره کړه
نه پوهیږم څه موده دمینی په دنیا کی وم
خدایږو چه هجران دا سلسله راځنی هیره کړه
نه څښمه جامونه دشرابو نه توبه کوم
ستا دشونډو کیف بله مزه راځنی هیره کړه
غاپی رقیبان راپسی زه یی وارخطاکړمه
ستړی ژوند جانانه ستا قصه راځنی هیره کړه
هغه بهارونه پسرلي دژوندتالا ښکاري
دی خزان ګلشن ښکلی نغمه راځنی هیره کړه
دومره ستاغمونو اودردوپه مخه کړی یم
ډک دکړاوژوند می حوصله راځنی هیره کړه
مه راځه توپانه لا غوټۍ دژوند می پاتی دي
ستاسختو څپو دیار څیره راځنی هیره کړه
ستا دعشق مضمون می دځیګر په وینو لیکم زه
یاره ګل عزیزه تا ګیله راځنی هیره کړه
کابل – کارته نو ۲۵/ ۶/ ۱۳۹۰