نه سلام نه کلام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56985
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-09-17


 څه چپتيا ده نه سلام شته نه کلام شته
نه ليلا شته نه سپوږمۍ زموږ په بام شته
تورې شته لونګۍ پرتې دي خلک ډېر دي
نه سرونه شته او نه زموږه قام شته
ځوانان ټول جنګ او جګړو کې دي نښتي
نه جينۍ شته نه يې زلفې نه يې دام شته
په سلګونو ملايکې مې کړې ستړې
زه ناستړی نه مې خوب نه مې ارام شته
نه مې سترګې د جانان شته نه د لمر شته
نه اټک شته نه يې ستوري د ماښام شته