هـرڅه نورله ژونده پاته تـود بــــازار دی د خـبرو
سـوداګرپکښي لګـیا دي جوړ خــــمار دی د کـکرو
وطــن نشـته ولــــس نشته خـــپلي ګـټي معــــتبري
ناستي پاستي دي جـوړیږي اعتبـــــاردی د مخبرو
شپه او ورځ ده ځني ورکه خـــوراغـټي دي خبري
ښکارته لاري هـــــواریږي شاته بار دی د مرمرو
وایي اوس دموکراسي هـــــرسړی ممکن پاچا شـي
که پایه دي شـوه ډبــــله بس شـماردی د سرو زرو
د ایروبوجئ په شا دي په تــــوریږي غــټي سترګي
خلـګ یوپربل خرڅــــیږي سم بـازاردی د ډالـــــرو
بودجې دي مصرفـــیږي په نــامه دانــــتخاباتـــــــو
حساب نسـته کــــتاب نسته سرشـمار دی د بــــزګرو
د پیسو بــوجۍ ولاړي هـــــري لـوري ته بادیــــږي
چي له کومي خوا راغلي وایي کار دی د رهــــــبرو
دغــــه ټــول د څــه لـپاره امانــــــزیه معــامـلې دي
ډهل په لاس کي دهرچادې اوس یې واردی د سندرو
ناروي ۲۵ اګست ۲۰۱۳