کليفورنيا امريکا
۱۶ سپټمبر ۲۰۱۳
وطنه! بد حالۍ ته دی چی ګورم په حال دی ډير ژړيږم
هيڅ د لاسه می څه نشې ځکه په دی باندی کړيږم
قدرت په لاس کې د اغيار، خاينان پکی مزي کړی
وجود می ټول لمبه شی ستا يتيمانو ته ځوريږم
د خاين برچه په لاس ده خارجيانو ده ورکړی
وايې مظلومان به ټول حلال کړم نه په وطن باندی رحميږم
خاين محل کی ناست دی نوکران دي بی شماره
په حال د غريب خاندی، وايی دی حالت ته هوسيږم
اولادونه می ارام دي په مزو چړو يی سر دی
دا د شهيد د وينو دی چی په حرم خرامانيږم
بانکونه يی ډک کړی نه په حلال نه په حرام دي
وايی حساب کتاب يی نشته په يورو او ډالرو نه مړيږم
خرڅولو په وطن باندی فاخر يم هم سيالۍ کی يکه تاز
په نوکرۍ کی د ايران هم د پوتين نه ښه ځاريږم
د وطن د خرڅلاو خبري کيږې په داخل هم په خارج کی
که ټوټه ټوټه ملت شی، خاين يم په هغی هم نه سړيږم
پاچا! وطن غوږ کی راته وايی "تجارت په ما روان دی"
څه خرڅ شوې، او څه لانور به هم خرڅيږم