څـــومره ښه جانانه چې موږ دواړه وکړو سوله
خــفه منځ کې پرې نږدو سره واړه وکړو سوله
ښه کلکه غیږه ورکړو،ښه کلک سره پخلا شو
ناره وکـــــــړو همدغه،ورور مه ژاړه وکړو سوله .
نـور ښــه د نـفـرتو له ښار زاړه کلي ته لاړ شو
نور ښه مې د بابا په نوم،هم شاړه وکړو سوله
اه چې موږ نه مروره،اه چې موږ نه کوم خوا تللې
هــــماغـــه راپــخـــــــلا،هـماغه ولاړه وکړو سوله
زه بـــه کـړم قلم اوچت او تم کیږده ټوپک دې نور
هـــــــــمـــدغه خوږیاڼیه ورنه غواړه وکړه سوله