زه خو نه وايم چې نه يم ملامته
دا منم چې همدا زه يم ملامته
ما ته خپل جرم معلوم دی چې پښتون يم
زه په ژبه او په خوله يم ملامته
چې ترڅو درته په برندو برندو ګورم
تر هغې ګڼه چې ښه يم ملامته
چې اټک اټک هر چا ته يادومه
په همدې يم نور په څه يم ملامته