د ظا لم واکدار نه فریاد ونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57067
باز روغوال
دخبریدو نیټه : 2013-09-24

 

 په یو ښار باندی واکدار یو قو مندا ن وه
 خدا نا ترسه ډ یر ظالم غوندی انسان وه

 یو ذ ره د امن نه وه په دی ښار کښی
 په رڼا ورځ چور کیدل به خلک لار کښی

 خطره د مال او سر او د غزته
 پدی ښار باندی حاکم وه سم وخشته

 د بهلول سره ملګری همشهر یا ن شول
 د با د شاه د ربار ته ټول ورونو روان شول

 خپل واکدار ځنی یی وکړل فریادونه
 غلیشا نه زمونږ واخله لږ عرضونه

 باد شاه ویلی چی زما دا قو مندان
 په ټول ملک کښی دی د سولی قهرمان

 د تحقیر په ځای یی ښه کړلو تقد یر
 سور مډال یی ورته ورکړو بی نظیر

 د رښتیا خبري یی هیڅ نه اورید لي
 د ی با د شاه د چا پلو سانو تل منلي

 د با د شاه نه راټول شوی چا پلوسان وه
 د باخي غوندی تړلي پری چشما ن وه

 د اولس غرضونه یی نه کړ لو قبول
 دا واکدار وه دی باد شاه ته ډ یر مقبول

 نا امیده همشهریا ن شولو را روان
 په خپل مسکن ته شو ستانه ستړی ستوما ن

 راشۍ وګورۍ ددی وخت واکداران
 د وی نه جوړ دی داسی لوی لوی ښاماران

 چی په کومه غلاقه باندی واکدار شی
 هغه تخت یی میراثه د مور او پلار شی

 که په هر چا هر څه کیږی په د وی څه
 که څوک مری که پاتی کیږی په دوی څه

 رب(ج) غرض واخلی د خوارو افغانانو
 مونږ ه خلاص کړی د بی رحمه واکدارانو

 ای (روغواله) لږ همت کول پکا ر دي
 بی همت خلک د خپل ژوند نه بی زار دي