ژوند خو بې درده نه وي ژوند خو بې ارمانه نه وي
ژوند خو بې اوره نه وي ژوند خو بې جانانه نه وي
دا ځای جنت نه دی چې غم دې نه وي شر دې نه وي
ژوند بې هجرانه نه وي ژوند خو بې زندانه نه وي
دا خوږ ژوندون دلته درګرده خدايه څوک قتلوي
لاس خو بې کسه نه وي لاس خو بې انسانه نه وي
هغه که تا نه لري زړه خو لري خيال خو لري
هر سړی ځان سره خپل ځان لري بې ځانه نه وي
خير که ما بايلودې اټکه زما ورور دې ګټي
ژوند خو بې ګټې نه وي ژوند خو بې تاوانه نه وي