عدالت مو ده ضامن د استقرار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
هم عدل د خدای نوم بل يې متين
پيوند د خدای- بنده ده ښه مبين
«إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ»
ستنې د نظام په عدل کېږدئ په کرار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
نظام پايښت لري نړېږي نه
رعيت خندېږي تل ژړېږي نه
همېش لوړېږي هېڅ ټيټېږي نه
په کور د عدل خزان نه وي، تل بهار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
ګټلی نوم له عدله نوشېروان
په لار د رسول وياړي عمران
هسک شوی په تاريخ هغه انسان
چې دې مکتب کې يې تړلی ده دستار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
«وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ»
تښتئ من الهوا والوسواسِ
حاکمان په عدل شئ همداسې
په دې ټولنه کې درمل شئ د بيمار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ»آل عمران/۱۴۰
ظلم نړوي کور د أمين
شيطان ګوره په ظلم شو لعين
ګوره نسکور ده همېشه کور د غدار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
ظلم طوفان ده نړوي شاهان
ظلم آسمان نه کوزوي شیطان
ظلم دوزخ ته غورځوي انسان
ستوري ګورئ چې په عدل دي کتار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
عدل سوله سوکالي راولي
ټول جهان ته کراري راولي
کائنات په مساوي راولي
نړۍ په عدل ځان ته جوړه کړئ ګلزار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
لمر د عدالت په کور اوچت کړئ
خپله شمله هسکه د عزت کړئ
آواز په نړۍ د عدالت کړئ!
اې د بدخشان، نيمروز، بلخ او کندهار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
لار د عدالت خدای رالېږلې
تله د حساب يې درولې
ښه معنی د سولې يې ښولې
ګټې ترې واخليه ناظم شئ په تلوار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
عدالت مو ده ضامن د استقرار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو