ښکلي مخ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57133
سیف الرحمن آشنا
دخبریدو نیټه : 2013-10-02

جـاذبې د ښکلــــي مخ دې کــړم اسـیر
هم یي ښکېل کړمه د زلفـو په ځنځیر
میکلانژ که چرې بېرته را ژوندی شي
.هیڅ به رسم نکړي ستا ښیسته تصویر
د ( اشنا) قلم کــه ټوله معجره شي
د ښایست به دې ذره نکړي تفسیر
مست مرغه مې د زړه پرېوت له پراوزه
تـــر اووم اسمانــه الـــوت هـــوا ګیـــــر
د یار دوه سترګې بحرونه د ښایست دي
لامبوزن نه پکې ورک شي هر تدبیر
چې ښایست په ځیر دقیق کتلی نشي
.په بیناو کې بیا نه راځي په شمیر
د نرګس په څېرمې سترګې وي تل برندې
ستا دیدن ته ټوله شپه وي په شوګیر
ستا کتل لکه مسیح مړي ژوندي کړي
په ښکلا کې دې موجود داسې تاثیر
ستا صانع ته دسجدې کول فرضي دي
فرښتې سره دې هیڅ نشته دی توپیر