دې محله کې خلک په زوره غم په جنګ خر څوي
بلا هوښياردي خدای شته هرڅه په نيرنګ خرڅوي
دلته سيکې ناچـــلې هم په دې بازار خرڅيږي
دخل ته ناست دي وړانده ښکلي په بدرنګ خرڅوي
سترګې چې سرې ځوراځو ستادکوڅې رنګ بدلوو
ښايسته جانان مې نـن دګل په بدل بنګ خرڅــوي
لکه شبنم لکه باران ورباندې ووريـدم
اوس هماغه مالي پر ما دګلاب رنګ خرڅوي
ســتاد مرمـــرو په مالـت کې هغه څه نه ويــنم
زار د (ارين) ښارنه چې هردوکان لونګ خرڅوي