هارون حکیمي
ځوان شاعر، ژورنالست ته
//
ډیر ښکلی،
ډیر وَړ
سره ګل،
د ژمي
په څِيله کي،
د پَټي،
د پاکي او ځلاندي،
واوري،
له اواري،
سطحي نه،
سر را ایستلی و،
ډیر ښکلی،
ډیر وړ،
•
بې له دې چي،
د ژمي،
او ساړه باد،
له پلوه،
د مرګي ډار،
ورسره وي.