تازه غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57200
مړوند
دخبریدو نیټه : 2013-10-06

 

یو څه ورک شوي لټوم په لاره
دا چې همداسې ځم راځم په لاره

ستا د کوڅې نه چې واپس شومه زه
پورته کیدم او را لویدم په لاره

زه ترېنه لاړم خو نظر مې ورک شو
له هغې ځای چې تیریدم په لاره

تر تا چې درغلم نو نه ومه زه
خدازده چې ولې ورکیدم په لاره

د خپل وجود سره روان ومه زه
د خپل وجود نه بیلیدم په لاره

چې ستا دوعاوې راسره وې مورې
هغه وخت هیڅ نه وریدم په لاره

بیګاه مې زړه باندې څه چل شوی و
بېګاه له درده لړزیدم په لاره

ستا د نظر اثر څه بل شانتې و
چې ورکیدم پیدا کیدم په لاره

خپله شوخې چې به رایاده شوله
بیا به له ځانه شرمیدم په لاره