مابه دی سیل کاوه له ورایه دګودر په غاړه
څومره ښکلا وه سر تر پایه دګودر په غاړه
درته به ناست ددیدن تږی په امید په تمع
ماویل دلدار راولی خدایه دګود رپه غاړه
سیند به نغمی اوترانی دعشق ویلی راته
خوږی نغمی دچنګ او نایه دګودرپه غاړه
شفق به رنګ ستا د سالو له رنګه واخستلو
ما به څارلی له کوم ځایه دګودر په غاړه
کاروان دمشکو به دزلفوپه ماښام بدل شو
زه به شوم ورک له خپل آشنایه دګودر په غاړه
بیا دغمونوتوپا نونوکی به ډو ب ومه زه
دبیلتانه راته مه وایه دګودرپه غاړه
لادسپرلو په تمع ناست یی ګل عزیزه آشنا
اوس دخزان وختونه ستایه دګودر په غاړه
۱۱/ ۷/ ۱۳۸۹ هش
کابل- کارته نو