اې د سولې سوکالۍ اختره کله به راځې
زما زړه ته ناوکۍ اختره کله به راځې
چې د وينو رنګ مو ووينځې په مينو راشې
مين زړه ته په ډولۍ اختره کله به راځې
چې وچې شي د وينو ويالې وخاندي نکروزي
سره په لاس د پېغلکۍ اختره کله به راځې
د اوښکو رود شي وچ په اننګو خندا خوره شي
په دې وطن د خوشالۍ اختره کله به راځې
د غم ريښې کړې وچې د خوښۍ غوټۍ راسپړې
په هر زړه کې پسرلۍ اختره کله به راځې
يو له بله وطنوال سره ځارېږي زما په
کلي ښار اکاډمۍ اختره کله به راځې
خدايه د نجات لور ته بوزه افغانان ډوبېږي
په طوفان زما کيشتۍ اختره کله به راځې
زړه له اشتياقه شو ناظم اوښکې څڅېږي په مخ
ها د درمند او کيږدۍ اختره کله به راځې