توپير

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57255
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-10-12


 دا زما د زړه زخمونو کې توپير دی
 که غمونو او دردونو کې توپير دی
 يو تازه دی او بل پاڼې پاڼې شوی
 د يوه باغ په ګلونو کې توپير دی
 د اوګړي ټول د يو ادم اولاد دی
 خو د هر يو په فکرونو کې توپير دی
 يو تور کاڼي بل غمي لري سينه کې
 په دې تورو تورو غرونو کې توپير دی
 لنګوټی خو هر هندو هم تړي سر نه
 خو غيرت او په سرونو کې توپير دی
 هر څه ځان سره ساته زړه کې اټکه
 دلته خلکو دلته زړونو کې توپير دی